د امریکا سفیر جان بس وایي، دوی په قطر کي له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هیڅ خبري نه دي کړي

 هغه زیاته کړې، په قطر کي د روانو مذاکراتو په اړه ځيني ناوړه تبليغات کيږي او په ډاګه کړې یې ده چي دا خبري د باور وړ نه دي.
نوموړي دا څرګندوني په کابل کي یوې خبري غونډي ته د خبرو پر مهال کړي دي.
هغه وويل چي د دوى موخه د افغان شخړي هوارى دى او تیري ۱۸ کلني لاسته راوړنې باید وساتل سي.
د امريکا سفير په قطر کي د روانو مذاکراتو په اړه وويل چي امريکا هیڅکله د افغانانو په استازيتوب له طالبانو سره خبري نه کوي، افغانان دي خپله شخړه په خپله هواره کړي.
هغه زياته کړې چي امريکا له طالبانو سره يواځي پر هغو موضوعاتو خبري کوي چي د دوى اړوند وي. بس وویل دوی له طالبانو سره د خبرو ټول جزیات له افغان حکومت سره شریک کړي دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...