د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چي د ګډو ځواکونو په عملیاتو کي د یو کلي پنځه اوسیدونکي وژل سوي دي.
د هغوی په خبره د پېښي قربانیان څلور ښځي او یو ماشوم دي.
هغوی په دې پېښه کي وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي خو په کابل کي د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډيبرا رچرډسن ويلي، چي په دې عملیاتو کي د سروبي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له شپږو ملګرو سره وژل سوي دي.
د ډبیرا په خبره په دې پېښه کي څلور میرمني او يو ماشوم هم وژل سوي دي.
هغې زیاته کړې، دوى تل هڅه کړې چي د ملکي تلفاتو مخه ونيسي او د دې بدې پېښي په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون