پخواني ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره کتلي دي

په دغه کتنه کي د بین الافغاني مذاکراتو په دوهم پړاو چي په دوحه کي به ترسره سي په تفصیل خبري سوې او ټینګار سوی چي د دې ناستي هدف به د همه شموله بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کي تل پاتې سولي ته رسیدل وي.
کرزي په افغانستان کي د سولي د تأمین لپاره د قطر له کوښښونو مننه کړې او په دغه برخه کي یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...