زلمي خلیلزاد د افغان سولي په تړاو خپل بل سفر پيل کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چي ددې سفر موخه د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو لپاره زمینه برابرول دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کي راغلي چي زلمی خلیلزاد به دا ځل، افغانستان، قطر، برېتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان او اردن ته سفرونه ولري.

زلمی خلیلزاد به په دې سفر کي د امریکا له متحدو هېوادونو سره پر افغان سولي خبري کوي او همدا راز به هڅه کوي چي د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي.

هغه به افغانستان ته راځي او یو ځل بیا به د خپلو ټولو فعالیتونو او نویو پلانونو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکوي.

بل پلو خلیلزاد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چي په واشنګټن کې یې دوه تېرې اونۍ له لاس ته راوړنو ډکي وې او د افغان سولي لپاره یې ماموریت تر دې دمه بریالی دی. دده په خبره دی هڅه کوي چي د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو او په دغه هېواد کي ددایمي ثبات لپاره لار هواره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...