د فاریاب سیمه ییز مسوولین ادعا کوي چي طالبان د شاوخوا ۴۰ زرو کورونو د برېښنا لګښت له ترلاسه کولو سربېره هڅه کوي د ګواښلو له لاري د دولت تر ولکې لاندي سیمو د برېښنا ګډونوالو لګښت هم تر لاسه کړي.
د اندخوی په څلورو ولسوالیو کي د برېښنا شرکت مشر غلام سخي وکیل زاده وايي، چي په دې ولسوالۍ کي د برېښنا نږدې ۲۲ زره ګډونوال سته، خو د څه باندي ۹۵۰۰ کورنیو د برېښنا لګښت د طالبانو له لوري اخیستل کېږي.
هغه ادعا وکړه چي طالبانو څه موده وړاندي د ګواښ له لاري له بریښنا شرکت څخه غوښتنه وکړه څو د دولت تر کنټرول لاندي سیمو کي هم د برېښنا لګښت هغوی ته ورکړل سي. خو د فاریاب د اندخوی څلورو ولسوالیو د مدني بنسټ شبکې مسٔوول زلمي عزیزي وویل چي په هره دوره کي د برېښنا شرکت رسمي بېلونه طالبانو ته ورکول کیږي او دا ډله د یادو بېلونو پر بنسټ د برېښنا لګښت ترلاسه کوي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون