د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا په افغانستان کي د موقت حکومت د جوړولو وړاندیز کړی دی.
عمران خان په خپل دفتر کي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چي په افغانستان کي د یوه موقت او بې طرفه حکومت جوړیدل د سولي په راتګ کي مرسته کولای سي.
دده په وینا په افغانستان کي هغه وخت د سولي په مذاکراتو کي اسانتیا راتلای سي چي یو بې طرفه موقت حکومت جوړ سي او دغه حکومت بیا شفافو او بې طرفه ټاکنو ته لار پرانیزي.
نوموړي ویلي، په دې نه پوهیږي چي د یوه موقت حکومت جوړیدل او ټاکنو ترسره کیدل به څومره وخت ونیسي.
عمران خان تر دې وړاندي هم دغه ډول څرګندوني کړي وي چي د افغان حکومت له توند غبرګون سره مخ سوي وې.
د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه تر دې دمه افغان حکومت څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون