افغان حکومت به له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د هیچا پر حقوقو معامله و نه کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پرون له یوې المانۍ ورځپاڼي سره د خبرو پر مهال ویلي، د ښځینه وو حقوقو او د انجونو زده کړي د افغان حکومت لپاره سره کرښه ده او هېڅ وخت به پر دغه مواردو معامله و نه کړي.
هغه ټینګار کړی چي د افغانستان مسئله یوازي او یوازي د خبرو له لاري د حل وړ ده او نړیوالو ته په کار ده، چي په دې برخه کي د افغانانو تر څنګ ودرېږي.
رباني وایي افغان حکومت سولي ته ژمن دی خو هغه سوله ورته د منلو ده چي د کلونو لاس ته راوړني خوندي کړي او په افغانستان کې د ثبات سبب سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون