په جرمني کي د افغان طبي ټولني لخوا د کندهار عامي روغتيا ریاست سره د پنځه ویشت پايو چپرکټانو شل پایو باسکلانو دوو پایو د اتراساونډ ماشينونو مرسته سوې

د کندهار د عامي روغتيا رئيس عبدالقیوم پخلا وايي، د پنجوايي ولسوالۍ په بشپړ روغتيايي مرکزونو کي د چپرکټانو ضرورت وو، چي دغه چپرکټان به هغه روغتيايي مرکزونو ته وسپاري.

بلخوا په جنوب غرب حوزه کي د سرې مياشتي ټولني مسؤل محمد جاوید نېکزاد په بهر کي د ميشتو افغانانو څخه غوښتنه کوي، چي د افغانستان د عامي روغتيا سره دغه ډول نوري مرستي هم وکړي، تر څو دلته د روغتیا په برخه کې ستونزي راکمي سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...