راپور: میلاد حمیدي
له جګړي ستړي او سوله غوښتونکي خلک راټول سوي او د جګړې خلاف پر شعارونو سر دي.
له هلمنده د سولي ولسي حرکت غړي په جلال اباد کي د سولي په ملاتړ پراخه غونډه ترسره کړه دلته ننګرهاریان هم د دوی غوښتننو سره همږغي دي او د دې کاروان سره یو ځای پر وسله والو ږغ کوي چي د جګړي څخه لاس واخلي.
له هلمنده د سولي ولسي حرکت غړي وایي چي د دې حرکت موخه یې یوازي د رواني جګړې خلاف ږغ پورته کول دي او په هیواد کي د سولي غوښتونکي دي.
د دغه کاروان مشر اقبال خیبر وایي چي د افغانستان جګړه یوه اقتصادي جګړه ده او نړیوال د افغانستان په جګړه کې خپل ګټي ګوري.
اقبال وایي چي د افغان سولي په تړاو د امریکا او طالب استازو تر منځ د بندو دروازو تر شاه خبري ولس ته منلو وړ نه دي.
دوی وایي د ولسي سولي په تړاو د دوی هوډ قوي دی او د بین الافغانی سولي غوښتونکي دي.
له هلمنده پیل د سولې ولسي حرکت غړي یوه میاشت مخکي ننګرهار ته راغلي ول چي تر دې دمه د ننګرهار ګڼو ولسوالیو ته سفرونه کړي او له خلکو سره کتلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون