په کابل کي د امریکا سفارت مرستیالي کرن دیکر نن د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د سولي پر وروستیو پرمختګونو ږغیدلې ده.
د دویم مرستیال له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، په دې لیدنه کي کرن، دانش ته د سولي د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.
سرچینه کاږي، په دې لیدنه د سولي د خبرو په بهیر کي پر شفافیت، د سولي په پروسه کي ټولو دخیلو لوریو په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو او مدني بنسټونو ته د دقیقو معلوماتو پر رسولو ټینګار سوی دی.
د سرچینې په خبره، سرور دانش زیاته کړه، د افغانستان د خلکو په استازیتوب افغان حکومت په هیواد کي تلپاتي سولي ته ژمن دی او په دې بهیر کي د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خپل اصلي لومړیتوب بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون