د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وایي، ټولي هغه ولسوالۍ چي ناامنه هم دي باید د لویې جرګې له پلان نه پاته نه سي. هغه چي نن یې په کابل کي یوې خبري ناستي ته خبري کولي وویل، دوی هڅه کوي راتلونکې لویه جرګه کي د ټولو سیمو اوسېدونکو ته د ګډون بلنه ورکړي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، که څه هم دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چي طالبانو ته په یاده ناسته کي د ګډون بلنه ورکړې او کنه، خو په خبره یې که چېري طالبان په دې جرګه کي د ګډون لیوالتیا ولري نو دوی یې هرکلی کوي.
داوودزی په داسي حال کي دا څرګندوني کوي چي طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی او اوسنی نظام یې ګوډاګی او بې صلاحیته بللی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون