د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخي لاهم نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ابراهیم شنیواری وايي د نوي ښوونیز کال په پيل سره به له ۱۲ سوو تر ۱۵ ښوونځیو کار عملاً پیل سي.
پر همدې مهال د کلیو پراختیا او بیا رغورنې وزارت وايي، چي د ولسي تړون پروګرام له لارې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي.
ددې وزارت چارواکو ویلي، چي ۲۶۴۷ ښوونځيو کار په ۱۳۹۸ ه ش کال کي بشپړوي. دغه وزارت وایې چي ۸۳ میلونه ډالرو بودیجه ورته لري او له ځایي خلکو او قومي شوراګانو سره په همغږۍ به خپل کارونه مخکي وړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون