د هلمند والي وايي، د نوروز په میله کي د پرونۍ حملي په اړه څیړنه کیږي

جنرال محمد یاسین پرون د مارچ په درويشتمه ا وویل:

“د څارنوالۍ، ملي امنیت، امینه قوماندانۍ او ملي اردو هیئت ترتیب سوی، څو دا مسئله تعقیب کړي چي څرنګه دښمن وتوانېد چي داسي مراسمو ته لاره پیدا کړي.”

په هلمند کي پرون د کرزي په لوبغالي کي دوې چاودني وسوې.

په چاودنو کي څلور تنه وژل سوي او ۴۴ نور زخمیان سوي دي.

د هلمند یو شمېر خلک امنیتي ځواکونه په غفلت تورنوي، خو والي محمد یاسین وویل چې دا به هم وڅېړي.

په هلمند کي د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا حمله غندلې ده.

محمد اشرف غني پرون په کابل کې وویل چې د حملې د قربانیانو له کورنیو سره غږېدلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...