د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په سترو سوداګریزو لارو او بندرونو کي د سوداګریزو چارو په وړاندي ستونزې موجودي دي

د دې خوني مرستیال خان جان الکوزي اندېښنه وښوده چي په چابهار بندر او د لاجوردو په صادراتي لاره کي تخنیکي ستونزي سته چي د سوداګرۍ د چارو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي دي.

د نوموړي په خبره، په دغو لارو کي لا هم سکنرونه او داسي نور سیستمونه او وسایل فعال سوي نه دي او له افغانستانه له دې لارو نورو هیوادونو ته په صادراتي توکو زیات لګښت راځي.

ښاغلي الکوزی دا هم وایي چي دغه ستونزي یې په څو ځلي له حکومت سره شریکي کړي، خو حکومت په دې اړه جدي پام نه دی کړی.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...