د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له پیل د مارچ تر ۲۳ مې د جنګ، ناامنۍ او سیلابونو له امله تر دوو سوو زرو ډیر افغانان په کور د ننه له خپلو مینو بې ځایه سوي.
د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر ویلي، چي له دغه ډلي لوړ شمېر یې د وروستیو سیلابونو له امله د خپلو مینو پریښودو ته اړه سوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کي په افغانستان کي اوه سوه زره افغانان بې ځایه سوي وو، چي نیمايي یې د وچکالۍ له امله له خپلو سیمونورو سیمو ته کډه سوي وو.
بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، چي د وروستیو سیلابونو له امله په فراه کي دوه پنځوس زره کسان، کندهار کي دوه دیرش زره ۷۵۰ کسه او هلمند کې اتلس زره ۳۴۰ کسه زیانمن سوي دي. اوچا وايي، چي د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل په ولایتونو کي سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چي یوازي اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار په ولایتونو کې ویجاړ سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون