سوداګرۍ خونه: تیر کال د سوداګرو لپاره له امنیتي ګواښونو ډک وو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي وايي، په تېر کال کي د ناامنیو له امله د افغان سوداګرو او پانګه والو پر وړاندي امنیتي ګواښونه زیات وو، د دې خوني د معلوماتو له مخي په دغه کال کي ۷۱ سوداګر او پانګه وال یاتښتول سوي، یا وژل سوي او یا هم ورته ګواښونه سوي دي.
د سوداګرۍ خوني د عامه اړیکو مسٔول او ویاند جان اقا نوید ویلي، چي د دغو ګواښونو له امله یو شمیر سوداګرو او پانګه والو خپل کاروبار له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته لیږدولی دی.
په ورته وخت کي د صرافانو ملي اتحادیه ویلي، چي صرافان او د دوې د کورنۍ غړي له ډیرو ستونزو سره مخ دي، چي یوازې په تیر کال کي ۱۱ صرافان یا د کورنۍ غړي یې تښتول سوي، چي له دې ډلي دوه تنه یې وژل سوي هم دي. د دغي اتحادیې مشر قاضي میر افغان ساپي وویل، که چیري حکومت د سوداګرو او صرافانو ځاني او مالي خوندیتوب تامین نه کړي، دوی به دې ته اړ سي، چي خپلي پانګي له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته وباسي.
x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...