د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي څلورو واړو اړخونو پر افغان سوله او په دغه هېواد کي د روانو خونړیو جګړو د پای ته رسولو پر سر بحثونه کړي دي.
زلمي خلیلزاد ویلي چي دوی غواړي په افغانستان کي دایمي سوله او ثبات ټینګ کړي نو ځکه د سولي په برخه کي د اروپايي ټولني، چین او روسیي همکاري اړینه بولي.
ګډون کوونکو ویلي چي دوی د افغانستان حکومت او ددغه هېواد ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی لري او غواړي چي د سولي ټول موارد د قوانینو په چوکاټ کي پرمختګ وکړي.
ددغه لیدني ګډونکوونکو د سولي روانو خبرو ته هیله مندي ښودلي او وایي دوی د سولي د هر ډول هڅو ملاتړي دي. د اروپايي ټولني استازي ویلي چي دوی په افغانستان کي د جګړو د پای ته رسیدو او دایمي سولي د راتګ پلویان او ملاتړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون