د افغانستان د بشري حقونو نړیوال سازمان، تیر کال د ملکي وګړو مرګ ژوبلي لپاره بې ساری بولي او په وینايي، چي ګډو ځواکونو او وسله والو ډلو د جګړې پرمهال د ملګي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام نه دی کړی.
د دې سازمان رییس لعل ګل لعل وایي، د جګړې ښکیلو لورو په ډيری مواردو کي بشري سرغړوني کړي او اړتیاده چي حکومت او دبشري حقونو نړیوال بنسټونه دغه پېښي وڅيړي.
په ۱۳۹۷یم کال کي د جګړو پرمهال په غزني، ننګرهار، لوګر، پکتیا، هلمند، پکتیکا، میدان وردګو او ګڼو نورو ولایتونو کي د ځانمرګو بریدونو، هوايي بمباریو او چاڼیزو عملیاتو په لړ کي زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا په داسي حال کي ده چي له دې وړاندي یوناما هم د یوه راپور له لړ کي ۱۳۹۷ کال د ملکي تلفاتو لپاره خونړۍ بللی وو او په جګړو کي له ښکیلو اړخونو یې غوښتنه کړې وه چي ملکي مرګ ژوبلې ته جدي پام وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون