د میدان د وردگو ولایت اوسیدونکي وایي، په وروستیو څو میاشتو کي د طالبانو پرضد په دې ولایت کي شپني عملیات له پخوا څو چنده زیات سوي چي له امله یې ملکي وګړي هم وژل کیږي.
د میدان وردګو ولایتي شورا او ددې ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، دغه ډول عملیات به د حکومت پر وړاندي د خلکو مخالفتونه نور هم زیات او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د زیاتېدو لامل سي.
د وردګو ولایتي چارواکي هم په دې ولایت کي د ملکي وګړو د تلفاتو زیاتیدل د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کي د همغۍ د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.
د وردګو ولایت ځایي اوسېدونکي داسي مهال په عملیاتو کي د ملکي وګړو پر وژل کیدو اندېښنه ښيي، چي د ملکي وګړو دخوندیتوب ډلي د وروستي راپور له مخي افغانستان تیر کال دملکیانو لپاره ترټولو خونړی وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون