په کندهار کي فرهنګنيان وايي، د نوي کال رواجونه تر ډیره له منځه تللي او د منځه تللو په حالت کي دي

راپور: مهتمم صالح

دوی وايي، لوبي او جشنونه چي مخکي کېدل اوس يې ځای نورو لوبو او مېلو نيولی.

د لمریز کال لومړۍ ورځ يا نوروز هغه ورځ ده چي په افغانستان کي د اريايانو له وخته په بېلابيلو ډولونو لمانځل کيږي.

اوس په کندهار کي فرهنګيان وايي، د نوي کال ډېری رواجونه له منځه تللي او لا هم د له منځه تللو په حال کي دي.

ليکوال او استاد فضل محمد پنهان وايي، مخکي به د نوي کال په مېلو کي بېلابیلي محلي لوبي لکه ټوپ ډنډه، خوسی، پټ الا داد، درنه خط او نوري کېدلې چي اوس محدودي سوي دي.

سمنک يا سمنو د نوی کال د پخوانيو فرهنګونو څخه تر ټولو مهم رواج وو، چي خلکو به د کار د سمېدو يا اولادونو د پایښت په موخه پخوی، خو استاد پنهان وايي، د سرې کودتا څخه وروسته په کندهار ښار کي د سمنو دود هم له منځه تللی.

ليکوال، شاعر او د پوهنتون استاد حيات الله رفيقي وايي، ساينس او نوي تکنالوژي تر ډېره د دغه فرهنګونو په له منځه وړلو کي ډېر رول لري.

دی وايي، اوس د پخوانيو لوبو ځای نوي لوبو لکه کرکيټ، فټبال او نورو نيولی، چي هغه لوبي يې له منځه وړی.

استاد رفيقي وايي، په نورو ولايتونو کي تر اوسه هم هغه دودونه سته خو ډېر پکه سوي دي.

په وروستیو کلونو کي نوروز او د بزګر ورځ د پخوا په پرتله په محدود ډول لمانځل کیږي او د جګړو له امله ډیری کسان زړه نه ښه کوي چي تفریحي سیمو ته ولاړ سي او ځانګړي مېلې جوړي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...