په کابل کي د امریکا سفیر له یو شمېر سیاسي څیرو سره د بین الافغاني ډیالوګ لپاره پر یوه ګډ مرکچي پلاوي خبري کړي دي.
په کابل کي د امریکا سفارت وايي، چي جان بس دا اوونۍ له یو شمېر سیاسي څېرو، د ولسمشرۍ ټاکنو له یو شمېر نوماندانو او د مدني ټولني له مشرانو سره د افغان شخړي د حل په هدف د یوه بین الافغاني ډیالوګ په رامنځته کولو کي د امریکا پر رول خبري کړي دي.
د امریکا سفارت وايي، چي په دې ناستو کي د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د یوه اغیزناک مرکچي ټیم پر جوړولو خبري سوي، چي هم حکومتي عناصر او هم سیاسي څیري پکښې شامل وي.
د امریکا سفارت دغه اقدام داسي مهال دی، چي له دې وړاندي اټکل کېدی چي ولسمشر غني او حکومت به له افغان سیاسیونو سره په ګډه پر ورته یوه پلاوي کار کوي.

هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون