پرون سه شنبه د کب په ۲۸ مه د ټاکنو کمیسیون وروسته له ځنډه د پنځو نورو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلي د هندوانو حوزي په ګډون اعلان کړې چي په دغو پایلو کي ځیني تغیرات هم تر سترګو کیږي.
د ټاکنو کمیسیون د پروني اعلان له مخي په پکتیکا ولایت کي محمد مرزا کټوازی، نادر خان کټوازی، خالد اسد او ثریا اکبري.
له غور ولایت څخه ، ابراهیم ملکزاده، عطا محمد دهقان پور، کرام الدین رضا زاده، ګل زمان نایب، فاطمه کوهستاني او رقیه نایل.
له هرات ولایت څخه ، حبیب الرحمان پدرام، محمد رضا خوشک وطندوست، عمر نصیرمجددي، محمد صادق قادري، غلام فاروق مجروح، حمیدالله حنیف، منورشاه بهادري، حاجي شاه پوپل، سید عظیم کبرزاي، نذیراحمد حنفي، غلام فاروق نظري، سید طاها صادق، رحیمه جامي، مسعوده کروخي، ناهید فرید، سیمین بارکزۍ او شهناز غوثي.
له بلخ ولایت څخه غلام عباس ابراهیم زاده، احمد شاه رمضان، علم خان ازادي، عبدالحمید شریفي، سید ظاهرمسرور، محمد علي محقق، ګل الرحمان همدرد، رییس عبدالباقي، صیفوره نیازۍ، فوزیه حمیدي او برشنا ربیع.
له بادغیس ولایت څخه ضیاالدین اخازي، عبدالبصیر عثماني، امیرشاه نایب زاده او فریده بیکزاد په وروستیو پایلو کې د بریالي نوماندانو په توګه اعلان سوي دي.
د یادوني وړ دی چي نرندرسنګ د هېواد د هندوانو او سیکانو حوزې یوازینی ګټوونکی بلل سوی دی.
د ټاکنو کمیسیون رئیسي حوا علم نورستانۍ د دغو ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلان په پرمهال ویلي چي د ولسي جرګې تېري ټاکني له درغلیو ډکي وې خو دوی د دغو پایلو په اعلان کي له پوره بې طرفۍ څخه کار اخیستی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون