د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو خونړیو بریدونو کي د ۵۰ وژل سویو مسلمانانو لومړی تدفین پیل سوی او پولیسو د قربانیانو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده. داوطلبه کسانو کرایسټ چرچ ښار کي د قربانیانو د ښخولو له بهیر او د قربانیانو له کورنیو سره د ملاتړ ږغ پورته کړی دی.
دوی په اسلامي بڼه چي څومره ژر کیدای سي د قرباني سویو د ښخولو غوښتنه کړې، خو د وژل سویو د پېژندګلوۍ له کبله د ښخولو بهیر یو څه ځنډنی سوی دی. د تېري جمعې په ورځ، ۲۸ کلن استرالیایي برینټن تارنټ پر دواړو جوماتونو برید وکړ چي لږ تر لږه ۵۰ کسان پکښي ووژل سول او همدومره ټپیان سول. نوموړی د برید پرمهال پولیسو ونیو او په وژلو تورن سو. حکومتي چارواکو ویلي چي هغه به د خپلو کړنو سزا وویني او اړوندو ادارو خپل کارونه پيل کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون