راپور: مهتمم صالح
دا د کندهار ښار په یوه څنډه کي اوسنی فرعي بای پاس دی چي د زیات وزن لرونکو موټرو د تګ راتګ له امله کنډ او کپر سوی او ښاریان ورسره له کلونو راهیسي په ستونزو کي دي.
په ورته وخت کي ولایتي مسؤلین وايي، ډېر ژر به د کندهار ښار لپاره دبای پاس سړک د سروې چاري پيل سي.
د ښار اوسېدونکي وايي، ولایتي اداره له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي د بای پاس سړک د جوړولو وعدې ورکوي خو عملآ يې کار نه دی پيل سوی.
د کندهار د فواید عامې مسؤلین وايي، د شمالي بای پاس دسروې چاري پيلېدونکي دي او دوی يې د جوړلو په برخه کي جدي دي.
د فواید عامې رئيس انجینر محمدصابر احمدزی وايي، له مرکزي ادارې تخنیکي ګروپ راغلی او ډېر ژر به دشمالي بای پاس سړک د سروې چاري پيل کړي.
دده په خبره د کندهار ښار لپاره شمالي او جنوبي بای پاس سړکونه جوړیږي چي لومړی ۳۲ کیلومتره شمالی بای پاس جوړیږي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، تر څو چي د کندهار ښار لپار بای پاس سړکونه جوړ نسي د ښار سړکونه روغ نسي پاته کېدای.
که څه هم مسؤلینو ددغه ښار لپاره څو ځله دبای پاس سړک د جوړېدو خبر ورکړي خو په وار وار دغه چاري ځنډېدلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون