د ۲۰۹ شاهین قل اردو مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه سهار په یوې خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي چي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کي یې په څو کلیو کي د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسلهوال وژلي دي.
په خبرپاڼه کي زیاته سوې د بلخ ولایت دولتاباد ولسوالۍ کي یې دوه تنه وسلهوال وژلي او د همدې ولایت په بلخ ولسوالۍ کي یې څو کلي له وسلهوالو تصفیه کړي دي.
د شاهین قول اردو خبرپاڼه همدارنګه وايي چي د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په ای خانم کلي کي یې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۱ وسلهوال طالبان وژلي، ۲ تنهیې ټپیان کړي او د طالبانو د یو سیمهییز قوماندان ملا محمد یوسف په شمولیې اته تنه نیولي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغانستان په شمال کي د ملي اردو د دې ادعاوو په اړه کومه تبصره نهده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون