خبریال : میلاد حمیدي
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کي د میلي پرمهال چاودنه کي يو ماشوم وژل سوی او پنځه تنه نور ټپیان سول.
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د کاکا کلا سيمه کي نن سهار شاوخوا نهه بجي او پنځه څلويښت دقیقي وسله والو مخالفينو له لوري د ځای پر ځای سوي ماين په چاودنه کييو اته کلن ماشوم شهيد،څلور ولسي پاڅوون کوونکي او يو ولسي وګړی ټپیان سوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي وايي ټپيان د درملني په موخه د خوږياڼو روغتون ته وړل سوي، چي روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون