ولسمشر محمداشرف غني د رسمي سفر په موخه د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د متحده عربي اماراتو پلازمېني ابوظبۍ ته روان سو.
ولسمشر غني به په دې سفر کي د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني.
دغه راز به دواړه هېوادونه دګډې اعلامیي پر خپرولو سربېره د ولسمشر محمداشرف غني او د ابوظبۍ د امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسٔوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون