اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملي امنیت د سلاکار پر وروستیو څرګندونو نیوکي کړې دي. عبدالله ویلي چي حکومتي چارواکي باید په خپلو څرګندونو کي له دقت څخه کار واخلي، تر دې مخکي د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړی، چي غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولي په روان بهیر کي افغان حکومت څنډي ته کړي. نوموړي ویلي خلیلزاد د داسي یوې لنډمهالي ادارې د جوړولو په لټه کي دی، چي مشري به یې په خپله کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون