خوست: سلطان محمود خیرخواه د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه

په خوست کي د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چي د جمعې په ورځ د ناپېژاندو وسله والو له خوا ټپي سوی و، تېره شپه په نهو بجو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

سلطان محمود خیرخواه چي شااوخوا له تېرو پنځلسو کلونو په سیمه ییزو ټلویزیونونو کي ټولنیزې خپروني پرمخ بیولي او له دوو کلونو راهیسي يې د ژمن په نوم د یو خصوصي ټلویزیون سره کار کاوه.

سلطان محمود خیرخواه د جمعې په ورځ کور ته په لاره و چي اداري کمپلکس ته په نږدې سیمه کي د مخ پټو موټرسایکل سپرو له خوا ورباندې ډزي وسوې او سخت ټپي سو چي وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.

نوموړي د غریبو او بېوزلو کورنیو پر ستونزو خپروني چلولي او له خلکو راټولي سوې مرستې به يې هغوی ته رسولي.

بل خوا د خوست د والي ویاند طالب منګل ویلي چي ولایتي ادارې امنیتي او کشفي ادارو ته لارښوونه کړې چي پېښه په جدیت سره وڅېړي، د پېښي عامیلن پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

ټاکل سوې د سلطان محمود خیرخواه جنازه نن د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ډډوالو کي د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل سي.

تر اوسه کومي وسله والي ډلي د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...