راپور: اجمل وصال
د روزګان مرکز ترینکوټ کي تیره شپه امریکایي ځواکونو د ملي اردو پر یوه قرارګاه برید کړی، چي ګڼ سرتیري یې مړه او ټپیان کړي دې.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچيني چي د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل چي دغه بريد د شپې لس بجې د ترينکوت ښار اړوند د ساتنمن غونډۍ پر قرارګاه سوى دى.
د روزګان د ولايتي شورا مرستيال او یوتن غړی وايي چي په دې قرارګاه کي ملي اردو مېشت وه.
دوی زياته کړه چي د امريکايي ځواکونو په دغه بريد کي پنځه د ملي اردو سرتېري وژل سوي او لس نور ټپيان دي.
د ولایتي شورا غړي د لوړو ارګانونو ترمنځ نه هم ږغي ددا ډول بریدونو پایله بولي.
د ترينکوټ د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر ضیاالرحمن وایې چي له يادې پېښي ورته د سرتېرو درې ټپيان ور وړل سوي چي د يوه روغتيايي حالت ښه نه دى.
د ملي دفاع وزارت وياند قيس منګل ياده پېښه او ملي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون