یو شمیر د نظر خاوندان وايي، د افغان حکومت سره خبري نه کول په دې معنا چي طالبان یو تاریخي مسؤلیت ته ځان ورکوي

راپور: محمد یار مجروح

د بندو دروازو شاته د افغان سولي په تړاو د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ  پنځم پړاو خبري هم د تېر په څېر د کومي هوکړي له لاسلیکولو پرته د قطر په دوحه ښار کي پای ته ورسیدې.

تمه داوه چي په دا ځل ناسته کي به د طالبانو د مهم غړي ملابرادر ګډون به د سولي پر روانو خبرو مثبت آغیز ولري خو کوم خاص پرمختګ پکښي ونه لیدل سو.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره حالت تر پخوا ښه بللی خو طالبان وايي، په یاده ناسته کي د کابل د ادارې سره د خبرو او اوربند په اړه څه ندي ویل سوي.

یو شمېر  د نظر خاوندان وايي، له افغان حکومت سره خبري نه کول پدې معنا چي طالبان یوتاریخي مسؤلیت ته ځان ورکوي.

دسولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه سوې وای، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ، د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبرې او هر اړخیز اوربند پکښي شامل دي چي زلمي خلیلزاد وايي، د لومړیو دوو پر مسودې يې هوکړه کړې ده.

طالبانو بیا رسینو ته په استول سوې اعلامیه کي ویلي د مذاکراتو په اوسني بهیر کي یوازي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او داچي افغان خاوره به د نورو په ضرر نه استعمالیږي خبري سوي.

یو شمېر کسان بیا د سولي روانو خبرو ته د ښې پایلي په نظر ګوري.

دوی وايي، د څلوېښت کلني جګړې پای ته رسول  او د سولي راتګ دواړه اسانه کار ندی او وخت ته اړتیا لري.

د خبرو د پنځم پړاو په پای کې کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ټاکل شوې چې امریکايي پلاوی او طالب استازي به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کي د خبرو بل پړاو پیل کړي.

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان سولي په بهیر کي د امریکا هڅي ستایلي او  هیله یې ښوولې چي ژر به طالبان له افغان دولت سره د اوربند او سولې خبرې پیل کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...