د ممبۍ سمندر غاړې ته د دې مالونو د رسیدو لپاره پرون ځانګړې غونډه جوړه سوې وه.
پهدې مراسمو کي چي یو شمېر هندي چارواکو هم برخه اخېستې وه، افغان جنرال کونسل نسیم شریفي وویل، چابهار تردې وروسته یو خیال نهدی، دا لار په حقیقت بدله سوه او افغانستان اوبو ته مستقیمه لار پیدا کړه.
دا صادرات پنځه سوه اویا ټنه ته رسیږي، چي یو سل او دیرش ټنه یې خوراکي مواد او ۴۴۰ ټنه یې سو کاڼي «ټالک» دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیر کال د چابهار بندر د پرانېستو په مراسمو کي هیله ښکاره کړې وه چي په راتلونکي کال کي به هند ته د افغانستان صادرات دوه برابره سي او دوه میلیارډه ډالرو ته به ورسېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون