واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په خپل یوه راپور کي وايي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د یوه مهالوېش پر سره هوکړې ته رسېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، خلیلزاد اسوشټېډ پریس ته ویلي، چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه رامنځ ته سوې ده او له امریکایي چارواکو سره به شریکیږي. واشنګټن ټایمز بیا لیکي، چي دې مسئلې افغان چارواکي اندېښمن کړي دي.
سرچینه زیاتوي چي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار او ځینو نورو چارواکو غبرګون ښودلی او د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې یې د اندېښنې وړ بللي دي.
دوی وایي افغان حکومت له هر ډول خبرو ګوښه ساتل سوی دی.
واشنګټن ټایمز د حمد الله محب هغه اندېښنه هم شریکه کړې، چي وایي د افغانستان سوله په افغانانو پورې اړه لري او باید مالکیت یې هم له افغانانو سره وي. دده په وینا له دې پرته سوله افغانانو ته د منلو وړ نه ده او ښايي د هېواد او خلکو په زیان وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون