انجنیر سلیم فراهي پنځه کاله د فراه د فواید عامي د ریٔس په توګه کار کاوه او له دوو میاشتو راهیسي یې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړی نن سهار خپل دفتر ته پر لاره د فراه ښار په لومړنۍ ناحیه کي د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلی او ووژل سو.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د دغه خبر د تایید تر څنګ وویل چي پر سلیم فراهي برید کوونکي تښتیدلي خو پولیس یې په تعقیب کي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چي په تېرو دوو اوونیو کي په فراه ښار کي د ترانسپورټ ریاست د دوو کارکوونکو په ګډون څلور کسان په ورته بریدونو کي وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون