په فیسبوک کې ډیر ملګري لرل مو ښايي ناروغ کړي

ګلاب هيواد

په فیسبوک کې د ډیرو دوستانو لرل ښايي تاسو سره مرسته وکړي چې هم مشهور ښکاره شئ او هم له ډيرو خلکو سره تماس کې اوسئ، خو ددې امکان هم شته چې ډیر فیسبوکي دوستان لرل مو د ناروغۍ سبب شي. مو ناروغ کړي.

د کلوراډو د ریګیس پوهنتون کې څیړونکو موندلې هغه کسان چې په فیسبوک کې ډير ملګري لري، روغتیا یې هومره ښه نه وی. په ځانګړې توګه دوی تنفسي عفونتونو په وړاندې کمزوري کیږي.

دا خطر د هغو لپاره په ځانګړې توګه زیات دی چې له فیسبوک سره تړلی اضطراب یا (Facebook-induced anxiety ) ولري.

اوس پوښتنه داده چې له فیسبوک سره تړلی اضطراب یا اندېښنه څه شی دی؟

دا یوه داسې اندېښنه یا انګزایټي ده چې د فیسبوک په کارولو پورې تړلې ده. لکه په دې اړه اندېښنه کول چې چا مو فیسبوک کې پیغام یا تبصرې ته ځواب نه دی ویلي، چا بلاک کړي یې یې، چا مو د ملګرتیا بلنه نه ده منلې….

دا څیړنه چې ” په انساني چلن کې کمپویټرونه“ ژورنال کې خپره شوې ده او وايي:

” هغه کسان چې د فیسبوک د کارولو په اضطراب ( انګیزایټي) اخته ول، د خپل فیسبوک اکاونټ یې په زیاتیدونکي توګه بیا بیا کتلي دی، او دې کار ددوی د روغتیا په خرابولو کې مرسته کړې. “

څیړونکي دې نتیجې ته د پوهنتون د شا او خوا سلو زده کونکو د فیسبوک کارونې او د دوی د روغتیا په اړه له یوې سروې، مرکو او ارزونې وروسته رسیدلي دي.

څیړونکې دا محصلان د لسو اونیو لپاره څارلي او ددوی د فیسبوک کارونې، د تنفسي انفیکشنونو او اندېښنې ترمنځ اړیکې یې په غور څیړلي دي.

دوی وايي ورته څرګنده شوه چې هغوی چې له فیسبوک سره تړلی اضطراب لري، په انتاني ناروغیو د اخته کیدو چانس یې زیات دی، او هغوی چې د فیسبوک ملګري او فعالیتونه یې زیات دي، د اندېښنې، اضطراب او انیګزایټۍ کچه یې هم لوړه ده.

تر دې مخکې هم ځینو ساینسي څيړونکيو په عمومي توګه فیسبوک کې ډير وخت انلاین تیرول، له کمزوري صحت سره تړلي بللي دي.

د وروستۍ څیړنې لیکوال : جۍ پي کمپیسي (PsyPost ) انلاین ویب پاڼې ته ویلي” که غواړې چې د لږ یوازیتوب احساس وکړې، یا خوشاله اوسې او ښه روغتیا ولرې، نو په یقین چې دې هدف ته د رسیدو لپاره د موبایل یا کمپویټر سکرین سمه لاره نه ده.

که غواړې چې د لږ یوازیتوب احساس وکړې، یا خوشاله اوسې او ښه روغتیا ولرې، نو په یقین چې دې هدف ته د رسیدو لپاره د موبایل یا کمپویټر سکرین سمه لاره نه ده.
د څیړنې لیکوال جۍ پي کمپیسي

په څیړنه کې د فیسبوک کارونې او انتاني ناروغیو د اړیکو په اړه طبي دلایل نه دي راوړل شوي، خو ویل شوي چې په دې اړه نورې څیړنې پکار دي.

x

دا هم وګورئ

د نړۍ د لمریني انرژۍ تر ټولو لویه دستګا په مصر کي جوړیږي

د مصر دولت غواړي چي تر پخوا زیات له لمریني انرژۍ ګټه واخلي او د ...