د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په وروستیو څرګندونو کي ویلي، چي افغان حکومت د افغان سولي په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو هرکلی کوي. دده په خبره حکومت تل د سولي غوښتونکی دی خو هغه سوله د ټولو په ګټه بولي، چي د افغانانو او افغان حکومت عزت خوندي کړي.
هارون چخانسوري ویلي هیله لري، چي خلیلزاد وکړای سي په افغانستان کي رواني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي او د سولي دروازې پرانیزي.
بلخوا ویل کېږي چي زلمی خلیلزاد به له امریکايي چارواکو سره ترکتني وروسته کابل ته راسي او دلته به له افغان حکومت سره خبري وکړي. خلیلزاد تر دي وړاندې هم له حکومت غوښتي وو، چي د مذاکراتو لپاره یو ملي، ټولمنلی او با صلاحیته پلاوی و ګوماري. خو ښايي حکومت تر دې دمه په دې کار نه دی بریالی سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون