ملګري ملتونه: افغانستان کي وروستیو سیلابونو نهه زره کورنۍ زیانمني کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي اداره یا اوچا وایي، د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او غیر حکومتي ادارو یو ګډ ټیم تر اوسه په کندهار، هلند او فراه ولایتونو کي ۸۹۹۵ سیلاب ځپلي کورنۍ ثبت کړي دي.
اوچا وايي، د امنیتي اندیښنو له امله ګډ ټيم د کندهار په نهو ولسوالیو او د فراه له ښاره بهر د سیلابونو له امله کورنیو ته د رسیدلي زیان پلټنه لا نه ده بشپړه کړې، چي ورسره د دې امکان سته، چي په دغو ولایتونو کي د سیلاب ځپلو کورنیو شمیر له دې زیات وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په جنوبي او لودیځو ولایتونو کي د مارچ د رواني میاشتي په سر کي د سیلابونو په اړه په خپل شپږم راپور کي ویلي، وروستیو سیلابونو د افغانستان په جنوب کي اته زره نهه سوه او پنځه نوي کورنۍ زیانمني کړي دي چي بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...