په دې فابریکه کي به په نړیوالو معیارونو د جلغوزیو پروسس کېږي.
دا فابریکه چي د ۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه افغان سوداګر په پانګه اچووني جوړه او ماشینونه یې له اروپا نه راوړل سوي دي ډېر ژر به په کابل کي خپل فعالیت پیل کړي.
افغانستان په یوه کال کي د ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زرو ټنو پورې د جلغوزیو د تولید وړتیا لري. دغه فابریکه په اته ساعتونو کې ۱۲ ټنه د جلغوزیو مغز، او په یاد وخت کې ۶۰ ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کولای سي.
د یادې فابریکې مسٔوول شېر علي ځدراڼ وايي، د دوی پروسس سوي جلغوزي به په معیاري ډول صادرولو ته چمتو وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون