د هرات ولایت د زعفرانو سوداګر وایي، د بهره څخه د زعفرانو واریدیدل د دوی د زعفرانو بازار خراب کړی

راپور: غلام فاروق رسولي

هرات ولایت د هیواد په لودیځ کي د زعفرانو لوی تولیدونکی ولایت دی چي په دې برخه کي د افغانستان د زعفرانو پلازمینه هم بلل کیږی.

خو په دا ورستیو کي د بهره څخه د بې کیفیته زعفرانو واریدیدل د دې لامل سوي چي په دې ولایت کي زعفران کرونکي ډیر تاوانونه وکړي.

د دې ولایت د زعفرانو کروندګر او کاروباریان وایي د ایران هیواد څخه د بې کیفیته زعفرانو راتلل د دوی بازار خراب کړی او دوی اړ دي خپل توکي د تیرکال په پرتله په نیمایي بیه و پلوري.

دا کسان د حکومته غواړي چي د دې ستونزي لمنځه وړلو لپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړي او په خبره یې که دا کار ونه سي نو لیري به نوی چي د زعفرانو بیه و ۲۰ زره افغانیو ته را ټیټه سي.

په همدی حال  کي د هرات ولایت د کرهني ریاست چارواکي هم ستونزه مني او وایي ایران هیواد د دې لپاره چي نسي کولای د نړیوالو بنډیزونو له کبله بهر ته زعفران صادر کړي نو د افغانستان له لاري دا کار تر سره کوي چي په خبره یې د هیواد زعفرانو ته یې غټ تاوان رسولي.

ښاغلي رحماني په نړیواله کچه د زعفرانو د بیي را ولیدل هم د افغانستان زعفرانو د قیمت پر ټیټیدو د مهمو لاملونو ګڼي.

د بلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا وایي ټولو مسٔوله ارګانونو ته یې هدایت ورکړی تر څو د ایران هیواد څخه د قاچاقیدونکو زعفرانو مخه ونیسي.

د زعفرانو کروندګر او کاروباریان په داسي حال کي د زعفرانو د قیمت ټیټیدو څخه شکایت کوي چي سږکال په هرات ولایت کي اضافه تر شپژ زره هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندي ده چي تمه ده تر ۱۵ ټنه ډیر زعفران ورڅخه لاسته راسي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...