په ننګرهار کي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

راپور: مېلاد حمیدي

د مارچ ۸ مه د ښځو نړیوالي ورځ په نوم نومول سوې.

ننګرهارۍ ښځو هم  دغه ورځ و لمانځله، د ولایت مسئولین مني چي پرته له معارف په نورو اداراتو کي د ښځو ونډه کم رنګه ده.

والي وایي، چي په ټول ولایت کي ۱۷ سلنه ښځي ونډه لري چي ډيری یې د معارف په برخه کي دي.

مسئولین ژمنه وکړه چي له دې ورسته به په دولتي اداراتو کي د ښځو ونډه ډيروي.

د ښځو چارو ریاست بیا وایي چي سږ کال د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي قضيي ځکه ډيري سوي چي په دې ولایت کي ښځو ته عامه پوهای پروګرامونه ترسره سوي و  او اوس ښځي پوهي سوي چي خپل حقوق وغواړي.
د بشر حقونو مسولین بیا پر حکومت ږغ کوي چي د سولي خبرو اترو په روان بهیر کي ښځو ته هم ونډه ورکړل سي او افغان حکومت د پر داسي سولي ټينګار وکړي چي د ښځو تیرو څو کلونو لاسته راوړنې د خوندي پاته سي.

پر دې غونډه بیا نیوکي وسوې چي د تیرو کلونو په پرتله کم رنګه وه او ښځو ته اجازه نه وه ورکړل سوې چي خپل لاسي توکې نندارې ته وړاندې کړي.

له دې سره بیا ښځي وایي چي هر کال ژمنې کیږي ورسره خو د عملي کیدو څرک یې نه لیدل کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...