د تړلو دروازو تر شا د سولي رواني خبري د طالبانو او پاکستان په ګټه تمامېږي.
د ملي امنیت پخواني رییس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي، د تړلو دروازو تر شا له افغانانو پټې روانې خبرې د هېچا په ګټه نه دي.
دده په وینا په اوسنۍ بڼه د سولي له روانو خبرو یوازې او یوازي پاکستان او طالبانو ګټه کولای سي، نو ددې اړتیا ده، چي پر سوله د افغانانو نظرونه واخیستل سي. نبیل حکومت هم د سولې په برخه کي د ملي اجماع په رامنځ ته کولو کې ناکام وباله.
هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کي ویلي، ارګ ونه سوای کړی، چي پخپله پنځه سوه مترۍ کي د سولې لپاره ملي اجماع رامنځ ته کړي نو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کول خو ګران کار دی. نبیل وایي ددې اړتیا ده، چي افغانان دسولي له روانو خبرو معلومات ولري او په دې توګه له هغو مذاکراتو ملاتړ وکړي، چي د ټول هېواد او ملت په ګټه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون