د بلک واټر کمپنۍ بنسټګر او مشر اریک پرنس د افغانستان په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کي د اوسني ولسمشر اشرف غني چانس ډیر لږ بللی دی

هغه چې لا هم هڅه کوي افغان جګړه خصوصي سي له الجزیري ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کي ویلي، دی په راتلونکو ټاکنو کي د ولسمشر غني پر بریا شک لري او فکر نه کوي چي نوموړی دې په راتلونکو ټاکنو کي بریا ته ورسېږي. نوموړي دا نه دي ویلي چي د ولسمشر غني پر بریا ولې شک لري خو داسي ښکاري چي نوموړی لا هم په دې هڅه کي دی چي افغان جګړه خصوصي کړي. بلک واټر چي په بېسارې کچه د ملکیانو په وژلو کي لاس لري له ډېري مودې راهیسي یې د افغان جګړې د خصوصي کولو هڅه پیل کړې ده. هغه ویلي ټرمپ ته یې په وار وار ویلي چي په افغانستان کي د ډېرو نظامیانو د حضور پر ځای دي ددې جګړې د ګټلو لپاره یو څه ډېرې پیسي مصرف کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...