راپور: محمد یار مجروح
مسؤلین وايي، د نانوايي ډوډۍ لپاره یې معلوم قېمت ټاکلي چي تر دې وروسته به د کندهار ښار ټولي نانوایاني درې سیره او شپږ مسکاله ډوډۍ په ۱۴ افغانۍ ورکوي.
یو شمېر ښاریان وايي، د قیمت له لوړېدو سره د ډوډۍ په کیفیت او وزن کي هم تغیر راغلی دی.
د کندهار په ښار کي نژدې ۷۰۰ نانواياني سته چي تر دې وړاندي پکښي د ډوډۍ قیمت نه وو معلوم، او هر کس کولای سوای پر خپل سر د ډوډۍ لپاره قیمت وټاکي.
دکندهار ښاروالۍ وايي، له اوږد ځنډ وروسته يې په دغه ښار کي د نانوايي ډوډۍ لپاره معلوم وزن او قیمت ټاکلی دی.
په کندهار کي د نانوايانو وکیل نیک محمد وايي، تر دې وروسته به ټول نانوايان درې سېره او شپږ مسکاله ډوډۍ په ۱۴ افغانۍ ورکوي.
دده په خبره د ثابت قیمت د کنټرول لپاره وخت پر وخت د نانوايانو څخه لیدنه کوي او سرغړونکي جریمه کوي.
مسؤلین وايي، له تیرو څلورو ورځو راهیسي یې نژدې شل کسان چي ثابت قیمت او وزن يې ندی ساتلی جریمه کړي هم دي.
بلخوا یوشمېر نانوایان او عام ښاریان د همدې ګام څخه خوښ دي خو زیاتوي چي لا هم په ښار کي یو شمېر کسان معلوم وزن او قیمت نه مراعتوي چي باید مسؤلین ورته پاملرنه وکړي.
د کندهار ښاروالۍ وايي، له دې وروسته به هره نانوايي د صنفي اتحاديې جواز او د صحت کارټ هم ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون