د افغانستان د فواید عامې وزارت د جمعې په ورځ دا خبر تأیید کړ او ویې ویل چي د کابل – کندهار د لویې لارې د بیارغولو کار په درېیو پړاونو وېشل سوی دی.
دا لویه لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ورغول سي.
د افغانستان حکومت وايي چي په وروستیو پنځلس کلونو کي تر اته زره کيلومتره ډیر سړکونه جوړ سوي دي.
خو د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د سرکونو ډیره برخه د جګړې او د کیفیت د کمزورتیا له امله تخریب سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون