راپور: مهتمم صالح
د وروستيو بارانو له امله د کندهار د دهلې بند اوبه په شدت ډېريږي، چي دا مهال ۹۷ سلنه ډکه سوې اوس يوازي يونيم متر پاتي ده، تر څو پارچاو سي.
د کندهار د ارغنداب رود د سنديزي حوزې رئیس توريالی محبوبي وايي، د دهلې بند به راتلوونکې اوونۍ پارچاو سي.
دغه راز محبوبي وايي، پر غرونو واوري سوي، چي د باران په اورېدو سره ښايي سېلابونه راسي، نو هغه کورونو چي د ارغنداب رود او ظاهرشاهي کانان په حريم او بستر کي دي د سېلابونو د احتمالي خطر سره مخ دي.
محبوبي زیاتوي، ډېری وخت هغه کسان د سېلابونه له امله زيانمن کيږي، چي پر يادو سیمو ژوند کوي.
محبوبي وايي، د دهلې بند د اول ځل لپاره د ۴۷۰ میلیونه مکعبه اوبو د ذخيره کولو لپاره جوړه سوی، خو اوس ۴۳ سنله د رسوباتو څخه ډک سوی دی او اوس د ۲۹۰ ميليونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفيت لري.
ده وویل، د دهلې بند دیوال دوولس متره نورهم لوړوي، چي په دې سره به دغه بند د شاوخوا اته سوه ميليونه متره مکعبو اوبو د ذخيره کولو ظرفيت ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون