ارګ: حکومت په مذاکراتي ټیم کي تغیر راوستلو ته چمتو دی

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هغي غوښتني په جواب کي چي ویلي یې و له وسله والو طالبانو سره دي د خبرو لپاره یو پراخ ملي مذاکراتي ټیم رامنځته سي وایي، حکومت چمتو دی په دغه ټیم کي تغیرات راولي.
مرتضوي زیاته کړه، کوم څه چي خلیلزاد ویلي، که چېرې داسي وسي، دا ښه خبر ده، حکومت یې هم د اصلاح کولو پلان لري.
نوموړي وویل فعلاً ۱۲ تنه معرفي سوي‌ دي، که اړتیا پیدا سوه امکان لري چي په یاد پلاوي کي تغیر راسي.
دا په داسي حال کي ده چي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له طلوع طلوع نیوز سره مرکه کي هیله وښوده چي د افغان حکومت په مشرۍ دې د ټولو سیاسي ګوندونو یو ګډ ملي ټیم جوړ سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...