د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته لېږلي اعلامیه کي ویلي، د سولي خبرو لپاره د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي غوښتنه دې هېواد ته سفر کوي.
په اعلامیه کي راغلي چي د همدې سفر په ترڅ کي به د طالبانو استازي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ګوري او له هغه سره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او په پاکستان کي مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبري کوي.
په همدې سفر کي به طالب پلاوی له امریکايي پلاوي سره هم ګوري.
د طالبانو په اعلامیه کي راغلي چي د اسلام اباد تر سفر وروسته به له امریکایانو سره په قطر کي د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه بله ناسته هم کوي.
طالبانو تر دې دمه د امریکا له مذاکراتي ټيم سره چي مشري يې زلمی خلیلزاد کوي، څلور ناستي کړي دي.
دوی وايي چي خبري او مذاکرات یې له لاسته راوړنو ډک دي.
طالبان داسي مهال یادې څرګندوني کوي، چي افغان حکومت یوازې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.
دوی پر طالبانو غږ کړی، چي د نورو هېوادونو او ډلو پرځای دې مستقیم له افغان حکومت سره خبري پيل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون