ددغه سازمان په خبرپاڼه کي راغلي د پښتون ژغورني غورځنګ په سوله ییزه توګه له پاکستاني حکومت د خپلو حقوقو او همدا راز د پښتنو پر وړاندي د روان تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کوي نو ځکه پاکستاني حکومت ته په کار ده چي له دوی سره له تاوترخوالي کار وا نه خلي.
په اعلامیه کي راځي چي دغه غورځنګ ټولو مدني او نړیوالو قوانینو ته په کتو ګامونه اوچتوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
یاد سازمان پر پاکستاني حکومت ږغ کړی چي ژر تر ژره دي د پښتون ژغورني غورځنګ نیول سوي غړي ازاد کړي او همدا راز د ارمان لوڼي د وژل کسدو پېښه دې و څېړي. د بخښني نړیوال سازمان وايي ارمان لوڼی د پاکستاني عسکرو تر شکنجې لاندې سا ورکړې ده او یاد حکومت باید دغه مسئله واضح کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون