دیموکراتان: د سولي په خبرو کي دي د ښځو ګډون حتمي سي

د امریکا دیموکرات سناتورانو د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی او په هغه کي یې غوښتنه کړې چي د افغانستان د سولي په برخه کي دي د ښځو ونډه له پام نه غورځول کېږي.

په لیک کي راځي، افغان پوځیانو د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره قربانۍ ورکړي دي او دغه قربانیو ته دي د قدر په سترګه وکتل سي.

دوی غوښتنه کړې چي ښځو ته دي د سولي په ټولو خبرو او مذاکراتو کي د ګډون زمینه برابره کړل سي او دوی ته دې اجازه ورکړل سي چي له خپلو حقونو دفاع وکړي. تر امریکایي دیموکراتانو وړاندي په کور د ننه هم د ښځو د حقونو فعالو بنسټونو ویلي چي سوله باید ددوی حقوق خوندي کړي او د افغان ټولني دغه طبقي ته باید د سولي په مذاکراتو کي ونډه ورکړل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...