امریکا: د ځواکونو د وتلو لپاره دقیقه نیټه نه ده په ګوته سوې

وروسته له دې چي له افغانستان د امریکایي ځواکونو دوتلو خبرونه تاوده سول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه رسما غبرګون وښود.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کي راغلي چي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره دقیقه نېټه نه ده په ګوته سوې بلکي دغه پرېکړه په حالاتو پورې اړه لري.

د خبرپاڼې په حواله د امریکایي ځواکونو حضور، وتل او شمېر په افغانستان کي له حالاتو سره سم تنظمیږي او ددوی د وتلو لپاره دقیقه نېټه نه ده ټاکل سوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ ملت ته په خپله وینا کي یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو په ایستلو ټینګار وکړ. دده په خبره د سولي خبرې یې چټکي کړي دي چي په دې توګه په افغانستان کي د سرتیرو کمولو ته لار هواره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...